په سویلي افریقا کې یوه بس موټر نږدې ۵۰ متره ژور ګړنګ ته غورځېدلې او پکې ناست ۴۵ کسان مړه شوي دي. د دې بس له سپرلیو یوازې یوه اته کلنه ماشومه ژوندۍ پاتې شوې، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده. د سویلي افریقا شمال ختیځ لیمپوپو ایالت کې دغه بس ګړنګ ته له غورځېدو وروسته اور واخیست. په پېښه کې مړه شوي کسان له بوټسوانا راغلي وو او د مسیحيانو ایسټر مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره موریا نومي ښارګوټي ته روان وو. د سویلي افریقا دولتي خبري اژانس ویلي، د بس موټر چلوونکی د مامتلاکالا غرنۍ سیمې یوه کنډو کې پر موټرکنټرول له لاسه ورکړی او له یوه پله لاندې غورځېدلی.