د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر، د مس عینک کان د قراردادي شرکت له رییس «سانګ» سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د مس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. دغه راز د یاد شرکت رییس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي؛ د پروژې د عملي پیل لپاره یې خپل کاري پلانونه او وړاندیزونه شریک کړي او د وزارت د مشرتاب د لازمو لارښوونو غوښتنه يې کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د قراردادي شرکت د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو وروسته؛ د يادې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکي کې د عملي کار د پیل غوښتنه کړې او لازمې لارښوونې يې کړې دي.
































