د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، که امریکا له دغه هېواد سره د پوځي مرستو په برخه کې خپله ژمنه عملي نه کړي؛ نو اوکرایني سرتېري به شاتګ ته اړ شي. د امریکا په کانګرس کې مخالفتونه د دې لامل شوي، چې اوکراین سره د ۶۰ ملیارد ډالرو مرسته تصویب نه شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن له استازو جرګې غوښتي، چې اوکراین ته د مالي او پوځي مرستو کڅوړه تصویب کړي؛ خو د استازو جرګې مشر مایک جانسون د امریکا د کورني لومړیتوبونو په ذکر کولو سره، له میاشتو راهیسې د دغې کڅوړې له تصویبه ډډه کړې. د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې د امریکا نه مرسته کول په کوچنیو پړاوونو کې د شاتګ لامل ګرځي. نوموړي ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د شاتګ د مخنیوي لپاره ځینې حل لارې ومومي.
































