د محمد بن راشد المکتوم مرستندویه بنسټ له لوري، هلمند کې له ۵۰۰ اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د دغه بنسټ استازی وايي، چې دا مرستې به د هېواد په څلورو نورو ولایتونو کې هم پر اړمنو کورنیو ووېشل شي او هرې کورنۍ ته به ۹ قلمه خوراکي توکي ورکړل شي. مرسته ترلاسه کوونکي د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره خوښ دي او په خبره یې د روژې په میاشت کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.
































