د کابل – بغلان پر لویه لاره په شمالي سالنګ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپيان شوي دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شیراحمد برهاني وايي، چې د شمالي سالنګ په چهارمغزک سیمه کې نن سهار د یوه ۵۸۰ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپيان شوي دي. برهاني زیاته کړه چې د دې پېښې ټپيان د پولیسو له لوري لومړی د خنجان ولسوالۍ کلینیک او وروسته بیا د بشپړې درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته لیږدول شوي دي.
































