افغانستان او پاکستان کې چې د پولیو واکسین پروګرام د کرونا وبا خپرېدو په موخه درول شوی وو اوس بېرته بیا پیل شوی دی. له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ ادارې (یونیسف) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کرونا وبا خپرېدو له امله په افغانستان او پاکستان کې پنځه میلیون ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شوي وو خو دا پروګرام وروسته له یوې وقفې په دواړو هېوادونو کې بېرته پیل شوی دی. خبرپاڼه کاږي چې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې دغه پروګرام پیل شوی او تمه ده ډېر ژر په څو نورو ولایتونو کې هم پیل شي. د خبرپاڼې له مخې، تر اوسه په افغانستان کې د یادې فلج کوونکي ساري ناروغۍ ۳۴ او په پاکستان کې ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
































