د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په خوست ولایت کې د پنځو چکډیمونو جوړولو چارې بشپړې او د څلورو نورو په چټکۍ سره روانې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه پروژې د اوبو د مدیریت، د سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.
































