روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۰۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۲۶۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا ویروس اخته ۱۶ کسان مړه شوي او ۱۰۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۳۴۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۶ زره او ۴۱۵ ته لوړ شوی دی.
































