د فراه ولایت د پاسپورټ مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېر کال کې يې ۳۷ زره ۱۷۰ پاسپورټونه وېشلي او له همدې درکه یې نږدې ۱۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د پاسپورټ آمر وایي، چې وړم کال کې يې ۶ زره ۸۹۳ پاسپورټونه وېشلي وو، چې له درکه يې ۴۶ ميليونه، ۲۹۴زره افغانۍ عواید راټول شوي وو. د فراه ولایت ځایي چارواکي بیا په دې ولایت کې د عوایدو د زیاتوالي لامل د سهميې لوړېدل او له اداري فساد سره ګړندۍ مبارزه یادوي. بل خوا یو شمېر پاسپورټ اخيستونکو بيا په فراه ولایت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له منظموالي او شفافیت خوښي څرګندوي.
































