په کابل کې یوشمېر خیاطان چې وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې یې کاروبار تر ۷۰ سلنې ښه او زیات شوی دی. دوی وايي، د اختر په را نږدې کېدو سره یې کارونه زیات شوي او تر نیمو شپو جامې ګنډي. ګلافضل هم په کابل ښار کې جامې ګنډي. هغه وايي، په وروستیو اوونیو کې یې کارونه ښه شوي او په وینا یې، دی او همکاران یې هره ورځ تر شلو جوړو جامې ګنډي. په افغانستان کې د اختر لپاره د نویو جامو ګنډل پخوانی دود دی او هره کورنۍ هڅه کوي چې خپلې مالي وړتیا ته په پام د کورنۍ غړیو لپاره نوې جامې جوړې کړي. په کابل ښار کې د خیاطانو او رختپلورونکو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د جامو ګنډونکو د کاروبار له ښه کېدو سره هممهاله په کابل ښار کې د رخت پلورلو بازار هم تود شوی دی.
































