په مسکو کې د تېرې اونۍ تر خونړي بریده وروسته روسیې د سلګونه بهرنیو اتباعو د اخراج لړۍ پیل کړې ده. روسي چارواکي دغه بهرنیان د کډوالۍ د قوانینو په سرغړونه تورنوي. یوازې د سن پیټرسبورګ محکمو همدا اونۍ د ۴۱۸ بهرنیو اتباعو د اخراج پرېکړه وکړه. مسکو کې تر یاده بریده وروسته په بهرنیو کارګرو فشارونه زیات شوي او ګڼ شمېر وګړي د زورزیاتي له وېرې په خپله خوښه روسیه پرېږدي. په یاد برید کې، ۱۴۴ تنه ووژل شول.
































