د سوریې په اعزاز ښار کې د یوې چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د سیمې اوسیدونکو او ژغورونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه د ترکیې پولې ته نږدې د شپې هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه. د دوی په خبره، چاودنه د یوه موټر بم له امله رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
































