بلخ کې د اوسپنې پټلۍ اداري مسوولین وايي، په ۱۴۰۲ کال کې د یاد بندر له لارې له چین، روسیې، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان هېوادونو څخه افغانستان ته او له افغانستانه څخه یادو هېوادونو ته نږدې درې نیم میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي دي. د مسوولینو په خبره د رېل پټلۍ په برخه کې ټولې ستونزې حل شوي او هیله مند دي، چې په روان کال کې به له دغې ترانزېټي لارې د صادراتو او وارداتو کچه ۵۰ سلنه لوړه شي. د یادې ادارې رییس محمد شفیق محمود زیاتوي، اوسمهال له حیرتان ښارګوټي د مزار شریف تر مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګره د اوسپنې پټلۍ لارې د ترمیم چارې په چټکۍ روانې دي، چې تر راتلونو څو ورځو به یې له حیرتان ښارګوټي تر څلورم تمځایه پورې چارې بشپړې او رسما به د اورګاډي تګ راتګ پيل شي.
































