د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایران څخه ۱۵۲۱ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، دغه کډوال له ایرانه پرون هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو دغه ۱۵۲۱ کسان چې کورنۍ هم پکې وې د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي. یاد وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۴ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
































