په کابل کې د ایران سفیر او د دغه هېواد ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي ویلي، ایران هڅه کوي افغانستان خپل ستراتیژیک ملګری کړي. حسن کاظمي قمي کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو او زیربناوو نښلول به تر ټولو غوره کار وي چې د دواړو هېوادونو ګټې له یو بل سره وتړي. هغه ویلي، امریکا په افغانستان کې له سخت ځواک سره کار وکړ او ناکامه شوه او اوس هم په نرمې او نیمه سختې تګلارې سره هڅه کوي او له افغانستانه لاس نه اخلي.
































