د فراه ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې ۲۵۰۰ ځوانانو ته د کار جوازونه وېشل شوي او له درکه يې ۴۸۸ زره افغانۍ عواید هم راټول شوي دي. د یاد ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وایي، په تېر کال کې چې ۲۵۰۰کسانو د کار جوازونه ترلاسه کړې، له همدې درکه د دولت خزانې ته ۴۸۸ زره افغانۍ عواید هم جمع شوي دي. د مسوولینو په خبره، يادو کسانو ته په دولتي ادارو او همکارو مؤسسو کې د کاري بوختياوو او ګمارنو ترڅنګ ۲۵۵ تنو اوزګارو ځوانانو ته کاري زمینه برابره شوې او دغه راز ۶۵ يتيمانو ته د کمپيوټر، خیاطۍ، برېښنا، ترکاڼي، ديني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې وه.
































