د خوست ولايت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۱۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو سربند او کانال رغولو چارې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سربند او کانال د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند سوري پاڼ منځ کلي کې د سويس هیواد په مالي لګښت د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوي، چې بشپړېدو سره یې نږدې ۴ نیم زره جرېبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او هم به ورسره د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي. د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکو د دې پروژې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړې، چې په کرنیزه برخه کې ورته سهولتونه او امکانات برابر شوي دي. دوی دغه راز غوښتنه کوي، چې د کانال پاتې برخه چارې دې هم په ورته بڼه ورغول شي.
































