د خوست ولایتي چارواکي او سوداګر وايي چې په دغه ولایت کې د غلامخان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده. دوی وايي، ډېری هغو سوداګرو چې خپل سوداګریز توکي به یې پر دې لاره وړل راوړل، د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي دي. د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي ویلي، د سوداګرۍ برخه کې ناڅرګندو تجارتي تګلارو تل افغان سوداګر زیانمن کړي چې له امله یې دوی د سوداګریزو توکو صادرولو او واردولو لپاره نورو لارو ته مخه کړې. خوست کې افغان سوداګر انور تڼي هم وايي، د غلامخان بندر له لارې د سوداګرۍ کچې خورا شوې او په وینا یې، هر څه سیاست پورې تړل کېږي. دغه سوداګر ټینګار کوي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د پاکستان پلمو تل دوی زیانمن کړي.
































