د غزني ولایتي چارواکي وايي، د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو خپل ژوند بایللی. د غزني د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه پرون ماسپښین شا و خوا درې نیمې بجې شوې ده. وژل شوي ماشومان ټول د ځدراڼو کلي اوسېدونکي دي چې پنځه تنه یې نجونې او څلور نور یې هلکان وو او عمرونه یې له څلورو تر لسو کالو پورې وو. د چارواکو په خبره دغه ماین د روسانو د وخت پاتې و.
































