د هلمند د باباجي ولسوالۍ اړوند لوی مانده څخه ترهرات- کندهار پورې د ۱۴.۵ کیلومتره عمومي سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د هلمند والي د یاد سړک د رغولو چارو د پيل په مراسمو کې ویلي چې دغه سړک له داخلي بودجې څخه رغول کېږي، چې په رغولو سره یې لوی مانده، کندهار او هرات لویه لار سره نښلوي. ورته مهال یوشمېر اوسېدونکو د یاد سړک په رغولو خوښي ښودلې او د ولایتي ادارې فعالیتونه یې د ستاینې وړ بللي او په نورو سیمو کې یې هم د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده. د چارواکو په خبره د یاد سړک د دویم فاز د رغولو چارې به د لښکرګاه ښار د رخام واټ څخه ترهلمند سیند پورې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري په نږدې راتلونکي کې پيل او درېیم فاز چارې به یې د هلمند له سیند څخه تر لوی مانده پورې پیل شي.
































