د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د ۱۶.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال او سربند د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په دغو پروژو کې ۱۴۰۰ متره په اوږدوالي د سوري پان کانال، د ۵۱ ورخونو یو شمېر پلچکونه او د سوري پان سربند بیا رغول شامل دي. یادې پروژې د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې په اتو میاشتو کې بشپړې شوې، چې ۶۸۸ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي. د یادونې ده، چې یاد وزارت څو ورځې وړاندې هم په خوست کې د پنځو چکډېمونو د جوړیدو او پر څلور نورو هغو د کار له دوام نه خبر ورکړی وه.
































