د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ګلبهار ګروپ له رییس سره په کتنه کې د ګلبهار سمنټو ودانۍ جوړولو پروژې د پیل په تړاو خبرې کړې دي. د دغه وزارت خبرپاڼې د ګلبهار ګروپ د رییس له قوله لیکلي، دغه پروژه چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ده د یوه کال په موده کې به د سمنټو تولید پیل کړي چې په کال کې یو میلیون ټنه سمنټ تولیدوي او ۱۴۲ میلیون امریکايي ډالره پانګونه پرې شوې او د ۳۰ کلونو لپاره ګلبهار ګروپ ته په قرارداد ورکړ شوې ده. په دغه پروژه کې په مستقيم ډول له ۵۰۰۰ زرو زياتو کسانو ته د کار زمينه هم برابرېږي.
































