د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ويلي، چې په هېواد کې د کاسا زر پروژې عملي کار به له کوچني اختر وروسته پیل شي. هغه زیاته کړې، دغه پروژه د نړۍوال بانک له لوري تمویل شوې او تر ۲۰۲۶ کال پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ټینګار کوي چې د دغې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان هر کال ۷۵ میلیونه ډالره ټرانزیټ فیس ترلاسه کوي.
































