د عامې روغتیا وزارت وايي چې اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د لس مېلیون ډوزه واکسین مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا اسپټرا په پروګرام کې چې په عامې روغتیا وزارت کې جوړ شوی و، دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خپل ملاتړه ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت هم له افغانستان سره د یاد هیواد مرستې ستايي. بل پلو، د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي چې دغه وزارت نه یوازې د پولیو ضد واکسین په برخه کې بلکې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په برخه کې هم د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
































