د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو هوایي برید په غبرګون کې ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو د دې شورا د بېړنې ناستې غوښتنه کړې. ورته مهال یو شمېر ایراني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د روسیه د استازولۍ د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې امنیت شورا به د یاد برید په تړاو نن سې شنبه ناسته وکړي. تېره ورځ دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو په برید کې د سپاه پاسداران د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون د ایران شپږ تنه اتشې وژل شوې دي.
































