طالبانو د وسله والو غلو هغه ډله نیولې ده چې د کابل- کندهار پر لویه لار یې مسافر او موټر چلوونکي لوټول. طالبانو دا غله وروسته تر هغه نیولي دي چې نن اعتراض کوونکو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د کابل- کندهار لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړلې وه. لسګونه موټر چلوونکو او مسافرو په یاده سیمه کې د خپل اعتراض په ترڅ کې پر حکومت غږ وکړ چې پر یاده لویه لار دې د وسله والو غلاوو مخنیوی وکړي. د دوی په خبره تېره شپه غلو له مسافرو پیسې وړي دي او له دوی سره یې زور زیاتی کړی دی.
































