افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت او قاچاق له بندیز وروسته، ګڼشمېر ولایتونو کې کروندګرو د نشه يي توکو د کښت پرځای بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده. اروزګان کې یو شمېر کروندګرو د نشهيي توکو د کښت پرځای د «ځیرې» کښت ته مخه کړې. دا مهال د یاد ولایت پر ۵۱۹ هکټاره ځمکه ځیره کرل شوې. کروندګر وايي، که څه هم ځیره د کوکنارو په څېر، لوړه بیه نهلري،خو بیا هم د نورو فصلونو په پرتله اقتصادي تمامېږي. دوی له حکومت او اړوند ادارو څخه غواړي چې د بدیلو کښتونو برخو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي. د اروزګان د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د وروستیو میاشتو پرمهال دې ولایت کې د ځیرې کرکیله زیاته شوې.
































