اسراییل په پام کې لري، دغه هېواد کې د الجزیرې تلویزیوني شبکې دفترونه وتړي. د الجزیرې د راپور لمخې، د دغه هېواد پارلمان د رایو په اکثریت سره هغه قانون تصویب کړ چې له مخې یې لومړی وزیر او د مخابراتو وزیر کولی شي په اسرییلو کې ټولې هغه بهرنۍ رسنۍ وتړي چې د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښوي. د دغه قانون له تصویب وروسته لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې ژر تر ژره به هلته د الجزیرې فعالیتونه ودروي.
































