له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې به ۶۶ زره هغه کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د کډوالی ځانګړي کارتونه ویشلي وو، خو اوس د پاکستان حکومت د نوې پرېکړې له مخې، دا کارتونه باطل ګڼل کیږي. دا کارتونه پر هغو کډوالو ویشل شوي وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوالې ادارې په مرسته بایومټریک شوي او د دوی د اوسېدو ځایونه د پاکستاني پولیسو سره ثبت شوي. د پاکستاني چارواکو په وینا دغو کډوالو ته خبر ورکړل شوی چې تر اختر مخکې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي. د نادرا ادارې چارواکو ویلي چې د کډوالو ایستلو په دریم پړاو کې به هغه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړل شي چې په ۲۰۰۶ کال کې شناخت کارتونه پرې ویشل شوي وو او د هغوی شمیر یو اعشاریه څلور میلیونه تنو ته رسیږي.
































