د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسفله لوري د مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي. د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، په منظور شویو پروژو کې د مرکز او ولسوالیو ۹ ښوونځیو ته د احاطې دیوالونو، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک پاک اوبو شبکو، د لاس مینځلو ځایونو، د عصري او ساده تشنابونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول شامل دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو ښوونځيو بیارغونه د یوې غونډې په ترڅ کې منظوره شوې او د بیارغاونې عملي چارې به یې په نږدې ورځو کې پيل او راتلوونکو شپږو میاشتو پورې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
































