د هواپیژندنې اداره، له نن څخه د اونۍ ترپایه د هېواد په مرکزي او شمالي سیندیزو حوزو کې د شدیدو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کوي. د اوبو او انرژۍ وزات هم پرون پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د وري یا حمل له ۱۵ د حمل تر ۱۷ پورې په غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، پنجشېر، لغمان، کونړ، تخار، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بامیان او بغلان ولایتونو کې د احتمالي شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کیږي. دې وزارت د دې ولایتونو له هغو اوسیدونکو چې په لوړو سیمو کې اوسي، غوښتي دي چې د سېلابونو د بهیدو په صورت کې د لاندې سیمو اوسیدونکي خبر کړي.
































