د نورستان ولایت مرکز پارون، وانټ وایګل او کامدېش ولسوالیو ۷۰ ښځینه وو ته د کور دننه د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه د ۷۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کرنې ریاست په همغږۍ، د (یو اېن ډي پي) په مالي لګښت د سبزیجاتو او میوه جاتو د وچولو وسایل ورکړل شول. مسوولین وايي، په دې سره به د سبزیجاتو او میوه جاتو د ضایع کېدو مخه ونیول شي. بلخوا د سیمې اوسېدونکي د یادو وسایلو په ترلاسه کولو خوښ دي او دې دا ډول نورو مرستو غوښتنه کوي.
































