د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې په ۱۰ ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۸ د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندونه په اروزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ شوي چې، په وروستیو ورښتونو کې له اوبو ډک شوي هم دي. دې وزارت زیاته کړې، چې دغه واړه بندونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو زیرمو پیاوړتیا په موخه جوړ شوي دي.
































