د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره موزیم پرانېستل شو چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني او پوځي توکي راټول شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، دغه موزیم د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی او په خپلو کورونو کې ساتلي لرغوني توکي د لرغوني فرهنګي میراث خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته سپاري چې تراوسه ورته تر سل قلمه زیات لرغوني توکي راوړل شوي دي. نوموړی وایي، همدا تېره اونۍ هم د کابل، پروان او میدانوردګ ولایتونو پنځو اوسېدونکو پنځه قلمه لرغوني توکي چې د سپینو زرو ښکران، د زنګوهلو اله، د غوړیو جوشولو کټو، شمعه دانۍ او د مېسو قاب چې سلګونه کاله تاریخې مخیني لري ملي موزیم ته وسپارل.
































