د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۱۰۰ کسان د تنفسي ناروغیو له کبله مړه شوي دي. یاد سازمان په افغانستان کې د حادو تنفسي ناروغیو له کبله د پېښو او مړینو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغه سازمان په نوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ديادې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېدلی چې ۸۸ فیصده قربانیان یې مېندې او ماشومان دي. د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښیې چې د جنورۍ له پیله د مارچ تر پایه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۴۷۰ زره پېښې ثبت شوې دي.
































