د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د ۱۲مې او ۲۱ مې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له ۶۰متري سړک څخه د حربي پوهنتون مخې ته د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د قلعه شانان د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ٢١٠٣متره اوږدوالى او ۳۰ متره سور لري، چې د اوبو د یوه کانال او د يوه معياري سړک په ګډون به په اساسي بڼه جوړ شي. کابل ښاروالي وایي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چې د دې نښلوونکي سړک جوړول، د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د طرحه شوي ماسټر پلان له مخې ترسره کېږي.
































