د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د ستراتیژیک پلان پر بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني د زیاتېدو په حال کې ده. په راپور کې ویل شوي، چې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون افغانان، چې د هېواد د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي؛ د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شوي، چې ۲ اعشاریه ۸ میلیون یې د خوراکي توکو د ناامنۍ په بېړني حالت کې دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۸ اعشاریه ۶ میلیون وګړو ته، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي؛ مرسته رسولې ده.
































