د خوست ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی. د خوست ښاروال د حساب ورکولو غونډې پر مهال ویلي، چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې ۲۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغولو پروژې هم پلي کوي. د خوست ښاروال تېر ۱۴۰۲ مالي کال له لاسته روړنو ډک یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې یاد عواید په شفافه توګه راټولېږي او بېرته ښار کې په مصرف رسېږي. بلخوا د خوست ښار اوسېدونکي په ښار کې د بشپړو شویو او د روانو رغنیزو پروژو له چارو خوښ دي او په راتلونکي کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
































