د رسنیو د راپورونو له مخې د تایوان په پرونۍ زلزله کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳۸ او د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی دی. د معلوماتو له مخې د ۹۳ تنو د ژغورنې هڅې روانې دي او ۵۲ نور نادرکه شوي دي. د تایوان د ځایي رسنیو په خبره د دې زلزلې له امله سړکونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي، دغه راز د برېښنا مزي یې پرې او نور ګڼ خدمات یې له ستونزو سره مخ او په ځینو سیمو کې په ټپه درېدلي دي. د یادولو وړ ده، چې دغه زلزله پرون د چهارشنبې په ورځ د ځایي وخت سهار مهال د تایوان په ختیځ کې رامنځته شوه، چې زورور ټکانونه یې په فیلیپین، چین او جاپان کې هم حس شوي دي.
































