د شبرغان ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴۰۲ کال په بهیر کې څه باندې ۶۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د شبرغان ښاروال رسنیو ته ویلي، چې دوی په ۱۴۰۲ کال کې د خپلو دوو ثابتو او غیرثابتو عایداتي سرچینو له درکه ۶۴ میلیونه ۷۸ زره افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته سپارلي دي. د یادولو وړده، چې دغه عواید د کورونو د صفايي، د ښاري خدمتونو د ننوتو دروازو، د مسلخ، اعلاناتو، د وسایطو د کرایې د صنفي فعالیتونو د جوازونو، د دوکانونو او دولتي ځمکو د کرایې او د دغې ادارې د ملکیتونو کرایې له درکه راټول شوي دي.
































