د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزې او کرنیزې پروژې پلې کړې دي. د یاد ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د دې ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د نږدې ۹۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو ۱۱ کانالونه، استنادي دېوالونه، سربندونه، د اوبو د وېش سيسټمونه او نورې بېلابېلې رغنيزې او کرنيزې پروژې پلي کړې دي. د یادولو وړ ده، چې د يادو رغنیزو پروژو څخه ۸۹۰۰۰ تنه په مستقيمه او ۴۴۷۰۰۰ په غير مستقيمه توګه برخمن شوي دي.
































