د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د وري میاشتې په ۱۸مه نېټه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. یاد بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر په میلیونونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي دي.
































