نړۍوال بانک په افغانستان کې د ښځو او ښځو په مشرۍ سوداګریو د ملاتړ په موخه ۱۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړل. د نړۍوال بانک په اعلامیه کې راغلي، له کوچنیو مالیه ورکوونکو سره د زړو پورونو په اداینه کې مرسته، د سوداګریو ډیجیټالي کول او ښځینه سوداګرو ته پورونه ورکول د دې پروژې موخې دي. د افغانستان لپاره د یاد بانک مشرې ملېنډا ګوډ ویلي، دغه پروژه به په افغانستان کې له ښځینه سوداګرو سره مرسته وکړي چې د خپلو کاروبارونو بیا پیل لپاره پیسې ترلاسه کړي او خصوصي سکټور بیا په پښو ودریږي. یادې پیسې د افغانستان د شتمنیو صندوق څخه ورکول کیږي.
































