د ترکیې د اوشاک ښاروال اوزکان یلیم خبرداری ورکړی، که د افغانستان او سوریې اوسېدونکي وړه تېروتنه هم وکړي؛ نو هغوی به له دغه هېواده واېستل شي. د اردوغان د مخالف ګوند دغه غړي همداراز ویلي، چې دغو کډوالو ته د کار او سوداګرۍ جواز نه ورکوي. ترکي رسنیو پرون د اوشاک د نوي ښاروال دغه څرګندونې خپرې کړې دي. یلیم د ترکیې د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، دغه ګوند د ترکیې په لویو ښارونو کې په وروستیو سیمهییزو ټاکنو کې زیاتې بریاوې ترلاسه کړې او د خپلو پلویانو په منځ کې یې د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو هیلې راوټوکولې. یلیم ټینګار کړی، چې نور په اوشاک کې افغان او سوري کډوال نه غواړي او هغوی چې لا د مخه دلته مېشت دي ورته د کار او سوداکرۍ جواز نه ورکوي.
































