د اسراییلو د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، چې په موقت ډول به اجازه ورکړي د دغه هېواد د شمالي سرحد له لارې غزې ته بشري مرستې ولېږدول شي. ولسمشر جو بایډن په یوې تیلیفوني مکالمې کې نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسراییلو په اړه به خپله تګلاره بدله کړي. د نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسدود د بندر او ایرز د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي، اعلامیه وايي دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي. خو اسراییل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.
































