د بدخشان ولایت په شکي ولسوالۍ کې پرون ناوخته د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، چې دغه پېښه د شکي ولسوالۍ په روانه شهرسبز سیمه کې د یو رونیکس موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې د شکي ولسوالۍ ۴ امنیتي منسوبین ټپیان شوي او یوه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. محمدي زیاته کړه، چې پېښه د تېز تګ او بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.
































