دې هېل نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې له لومړي سره لوړه سلنه امریکایان پر افغانستان د امریکایي حکومت له برید او په دغه هېواد کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف وو. د سرچینې په خبره امریکايي وګړو په ګڼو نظرپوښتنو کې پر افغانستان برید یوه ستره تېروتنه بللې ده. سرچینه کاږي اوس چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیلېدونکې دي نو ددې وخت دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي. په مقاله کې راځي چې امریکایي پالیسي جوړونکو تل د افغانستان په اړه تېروتنه کړې ده نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې د تېروتنو له تکرار د مخنیوي لپاره له افغانستان خپل سرتېري وباسي. دې هېل نشریه وايي لوړه سلنه امریکایي وګړي دا غواړي چې ځواکونه یې له افغانستان ووځي او مالیات یې په دغه هېواد کې په نظامي فعالیتونو مصرف نه شي.
































