اروپايي ټولنې تېره میاشت په افغانستان کې د سړې څپې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۱۵۰ زره یورو ځانګړې کړې دي. دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې له لارې د بادغیس او کندز په ګډون په ځینو هغو ولایتونو کې چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي د شاوخوا ۱۱زره او ۲۰۰ خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو په برخه کې لېږدول شوې دي. د دغې ټولنې په وینا، په دغو مرستو کې ګرمې جامې، بوټان، نغدي مرستې چې د ډېرو اغېزمنو خلکو سره مرسته کوي چې خپلې ورځنۍ لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي شاملې دي.
































