کډوالو چارو وزارت وايي،چې په ترکيه کې ۲۲ تنه افغانان د يوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې مړه شوي دي. ياد وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دغه پېښه د چناک قلعه ولايت کې رامنځ ته شوې ده. د اعلاميې له مخې په کښتۍ کې ټولټال ۴۶ تنه سپاره وو چې له دې ډلې څلور تنه افغانان ژغورل شوي او یو شمېر نور اوس هم نادرکه دي. تراوسه نه ده معلومه چې دغه کډوال د افغانستان د کومو ولايتونو دي او دغه پېښه کله رامنځ ته شوې ده. د افغان کډوالو د ډوبېدو دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په دې وروستيو کې د ترکیې په توقيف ځايونو او کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.
































