د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د دوی ټیمونه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله اغېزمنو شویو کسانو ته د اضطراري مرستو رسولو ته دوام ورکوي. دغې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په فاریاب ولایت کې یې هم ۷۲ کورنیو ته خېمې، بړستنې، د لمریزې برښنا وسایل، تاوده کالي او نور تجهیزات ورکړي دي. په وروستیو ورځو کې په ګڼو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله خلکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تېره چهارشنبه وویل، د فبرورۍ له پای او د مارچ له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۲۸۰زره څاروي مړه شوي دي.
































